IQNA

د ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې د دولسمې پيړۍ د قرآن ننداره

14:36 - October 08, 2024
د خبر لمبر: 3489966
ایکنا – د دولسمې هجری قمری پيړۍ سره اړونده  یوه قرآنی نسخه د ۲۰۲۴ ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون  کې نندارې ته وړاندې شوه.

ایکنانیوز د الجزیره  له قوله راپور راکوي،  دغه قرآنی  نسخه د ریاض په ؛محمد الحکمي ؛ نومې کتابتون کې یو موجود اثر دی چې ددغه کتابتون د مسئولانو په همت سره د ریاض د کتاب د نړیوال نندارتون  په ؛ریاض لولوي ؛ نومې سټال کې  نندارې ته وړاندې شوی دی .

دغه قرآن  چې په نجدی خط (په عربستان ټاپو وزمې کې  دودو یو خط) سره  ئې کتابت شوی دی،  د بقرې سورې   یوه برخه ده  او د دولسمې قمری پيړۍ  سره اړونده ده .

دغه قرآنی نسخه  په الحکمي کتابتون  کې موجود یو ترټولو ځانګړی اثر  دی او په دغه کتابتون کې  د څیړنې او تحقیقاتو په  کلونو کې نور خطي کتابونه او نسخې  هم غونډې شوي دي.

په لاسلیک لیکل شوي قرآنونه،هغې خطي نسخې چې د ځينو مخینه  څه دپاسه ۴۰۰کلونو مخکې ته ګرځي، تاریخي کتابونه او پخوانۍ ورځپاڼې، د ریاض په نندارتون کې د محمد الحکمي کتابتون په سټال کې  نندارې ته وړاندې شوي نور آثار دي.

د کتابتون خاوند محمد الحکمي ددغه کتابتون د تاسیس د تاریخچې په باب وائي؛ ما له هماغه دزده کړې له لومړنی پړاوه  له لوستلو سره ډیره دلچسپی درلوده او کتابونه مو غونډول او لوستل مې،نو بیا له یوه کس سره آشنا شوم چې د پلورلو لپاره  د نادرو کتابونو یو کتابتون درلود او دا ټکی زما د شخصي کتابتون د تاسیس  د پیل ټکی ؤ.

 هغه زیاتوي، په شپاړسو کلونو کې مو ډير نادر کتابونه غونډ کړل او دغه کتابتون د جزیرةالعرب (عربستان) د تاریخ، شجره  نامو، عامیانه شعرونو، سفرونو  او د اسپ او اوښ په باب د کتابونو په باب په یوه تخصصي  مرجع  بدل شو.

د وئيلو ده د ۲۰۲۴  د ریاض کتاب نړیوال نندارتون(دتلې په پنځمه) د  مختلفو هیوادونو د یو شمیر متفکرانو او خپروندویو د مرکزونو د مسئولانو په شتون سره پیل شو او د ؛ریاض لولي؛ په شعار سره  ئې د اکتوبر تر پنځمې نیټې پورې دوام درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4240922

captcha